په ننګرهار ولایت کې د باڼس د ترویج او تشبثاتو په برخه کې د کاري بوختیاوو رامنځ ته کېدل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼسونو د کاروبار وده او پراختیا پروژې لهخوا د ننګرهار ولایت مرکز په ګډون په کامې او ښېوې ولسوالیو کې د دې پروژې لسګونه ګټه اخیستونکي له مارکېټ سره وصل او د دوی ۴۳ قلمه توکي بازار ته وړاندې شول.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼسونو د کاروبار وده او پراختیا پروژې د ننګرهار ولایت د مرکز په ګډون د کامې او ښيوې ولسواليو نارینه او مېرمنو ته د باڼس د کرنې او له دې لرګي څخه د تولیداتو د جوړولو په برخو کې د کاروبار زمینه برابره کړې، چې له دې لارې د کورنیو اړتیاوې پوره کوي.
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د باڼسونو د کاروبار وده او پراختیا پروژه کلیوالو نارینه او مېرمنو ته په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې له باڼس څخه د تولیداتو د جوړولو په برخه کې د روزنو سربېره له بازاره سره د اړیکو ټینګولو او مالي سرچینو ته د لاسرسیو په برخو کې مرستې کوي، چې په نتیجه کې یې د ننګرهار ولایت د باڼس تولیدوونکو مېرمنو خپل لاسي تولیدات سیمه ییز او ملي بازارنو ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د یادې پروژې له پیل څخه تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې ۱۵۰ تنه کلیوالو نارینه او مېرمنو ته کاروباري فرصتونه په لاس ورغلي.
