په پکتیا کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۱۱:۷
په پکتیا کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه بشپړه شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې پروګرام له خوا د پکتیا د مرکز ګردیز په رباط سیمه کې د ۳.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه سولري شبکه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا پروژه یوه ژوره څاه، یو محافظوي دیوال، د ۳۰ متره مکعبو په کچه د اوبو یوه زیرمه، ۳۲ نلکې او نور اړوند وسایل لري په دې ترڅ کې تخنیکي او نا تخنیکي کارګرو ته سلګونه کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.

باید ووایو چې ددې شبکې په بشپړتیا سره ۱۵۰ کورنۍ، درې جوماتونه، یوه لویه دیني مدرسه د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمن شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS