په هرات ولایت کي د کوچیانو لپاره د ۷ پرمختیایي پروژو کار پیل شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۹/۶/۲۲ - ۱۰:۴۶
په هرات ولایت کي د کوچیانو لپاره د ۷ پرمختیایي پروژو کار پیل شو

د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د هرات ولایت په ۳ ولسوایو کې د نیمه ګرځنده کوچیانو لپاره د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ پراختیایي پروژو د جوړولو کار پیل شو.

ټولې ۷ پراختیایي پروژې د هرات ولایت د پشتون زرغون، زنده جان او زیرکوه په ولسوالیو کې د کوچیانو د پراختیایي شوراګانو په وسیله پلې کیږي.

پدې پروژو کې د څښاک د پاکو اوبو شبکې شاملې دي چې څښاک پاکو اوبو ته د کوچیانو د لاسرسي په موخه جوړیږي. ددې پراختیایي پروژو له ډلې څخه، ۴ پروژې یې د هرات ولایت د پشتون زرغون، يوه یې د زنده جان او دوه نورې یې د زیرکوه په ولسوالیو کې پلې کیږي.

په هرات ولایت کې به د کوچیانو د ایلبند شاوخوا ۲۰۰۰ تنه اوسیدونکي له دې ټولو ۷ پروژو څخه برخمن شي او همدارنګه د دې پروژو په پلي کیدو سره به شاوخوا ۳۵۰۰ تنو ځایي اوسیدونکو ته کاري ورخې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS