د تشبثاتو د پياوړتیا په اړه له یو شمېر خصوصي سکتورونو سره د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام رسمي غونډه ترسره شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام او د ښځو د سوداګرۍ خونې، د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت، DIA، MWIC او د یو شمېر نورو خصوصي بنسټونو ترمنخه رسمي غونډه د پروګرام په مرکزي دفتر کې جوړه شوه؛ چې د تشبثاتو د پياوړتیا لپاره په افغانستان کې کار کوي.
په دې غونډه کې د پروګرام اجرایوي رییسې آغلې لطیفه مجیدي پخپل ګډون سره برخوالو ته د تشبثاتو د پياوړتیا په اړه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد په اقتصادي پراختیا کې د تشبثاتو د سکتور کردار ډېر ارزښت لري.
د غونډې د برخوالو شمېر چې ۹ تنو ته رسېده، د خپلو فعالیتونو په اړه لنډ معلومات وړاندې او د تشبثاتو د ځنځیریز ارزښت د پرمختیا په برخه کې یې له پروګرام سره په لویه کچه د خپلو تجربو د شریکولو ژمنه وکړه.
د تشبثاتو د پرمختیا، له بازار سره د اړیکو ټینګولو او د تشبثاتو په سکتور کې د ګډو همکاریو لپاره د فرصتونو د پېدا کولو موضوعات هم په غونډه کې د ګډونوالو لهخوا تر بحث لاندې راغلل او په اړه یې د نظریاتو تبادله ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پروګرام مشرتابه هییت به د پورتنیو موضوعاتو په تړاو له یادو بنسټونو سره نورې ناستې هم ترسره کړي.
