په کاپیسا کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا د مرکز په زراعت عاشقان کلي کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه په سولري بریښنا سنبال ده او د ۲۰ متر مکعبو په کچه یوه هسکه زیرمه لري.
د یادولو وړ ده چې ددې شبکې په بشپړتیا سره به ۵۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.
