د افغان- تاجیک په سرحدې سیمو کې د معیشت د پرمختګ د پروژې د ټرینرانو لپاره شپږ ورځنۍ ګارګاه جوړه شوه.

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۴:۲۵
د افغان- تاجیک په سرحدې سیمو کې د معیشت د پرمختګ د پروژې د ټرینرانو لپاره شپږ ورځنۍ ګارګاه جوړه شوه.

د افغان- تاجیک په سرحدي سیمو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د معیشت د پرمختګ پروژې (لیتاکا-۲) د خپل کاري پلان پر بنسټ د مدیریت د بنسټونو، بازار موندنې او د سوداګرۍ د پرمختګ په اړه خپلو ۱۴ ټرینرانو ته چې ټولنیز کارکونکي، اقتصادي کارکونکي او د پروژو همکار محصلان په کې شامل وو د روزنې بهیر تر سره کړ.

ددې پروګرام ګډونوال به ددې بهیر تر بشپړتیا وروسته پورتنې موضوعات د لیتاکا-۲ پروژې له ۵۰۰ تنو ښخینه او نارینه ګټه اخیستونکو سره په هغو څلورو ولایتونو کې شریکوي چې دا پروژه په کې پلې کیږي.

یاده دې وې چې دا ښوونې به د لیتاکا پروژې ګټه اخیستونکو ته دا توان وبښي چې د خپلو تولیداتو جوړول او سوداګري ښه مدیریت کړي.

همدا راز دا ښوونیز بهیر به د بازار موندنې د تجربو، د کرنیزو او نا کرنیزو محصولاتو او لاسي کارونوکچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS