په غور کې د ۳۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰ پرمختیایي پروژو کار بشپړ شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۴:۹
غور

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل وسرجنګل، تولک او شهرک ولسوالیو په کلیو کې د ۳۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰ پرمختیایي پروژو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

په دې پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، دلمریزې بریښنا شبکې، د اوبه خور زیرمې، د اوبو د بریښنا وړې شبکې، د څښاک داوبو د څاه ګانو کیندل او د کرنیزو کانالونو جوړول شامل دي. چې تر جوړیدو وروسته یې د یادو ولسوالیو د ۱۶۸۱ کلیوالي کورنیو ستونزې هوارې کړي دي.

د یادولو وړ ده چې ددې پرمختیایي پروژو په تطبیق سره د سیمې د اوسیدونکو په ژوند کې د پام وړ بدلون رامنځته شویدی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS