په ننګرهار کې د (۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت سره د اوبو او حفظ الصحوي آسانتیاوو پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په کلینیک کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او حفظ الصحوي آسانتیاوو یوه پروژه تطبیق او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دغه پروژه کې د څښلو د اوبو د یوې لمریزي شبکې، څلورو عصري تشنابونو، یو سېپټیک څاه ، یوې فلزي زیرمې جوړول ، د نجونو او هلکانو په دوو بېلا بېلو ښوونځیو کې د دووزیرمو جوړول او د نورو اړینو وسایلو نصبول شامل و.
د یادې شوې پروژې په تکمیلیدو سره، د لعلپورې ولسوالۍ د کلینیک د مراجعینو او کار کوونکو، د هلکانو او نجونو د دوو ښوونځیو چې په ترتیب سره (۲۰۰۰) او (۴۰۰) زدهکوونکي لري، د څښلو پاکې اوبه او حفظ الصحوي آسانتیاوې برابرې شوې.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره (۱۶۰۰) کاري ورځې هم برابرې کړې.
