په کندهار کې د څښاک د پاکو اوبو د ۲ شبکو د جوړیدو کار روان دې

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳ - ۹:۲۴
کندهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملی پروګرام له لوري د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د څښاک د پاکواوبو دوه شبکې جوړېږي . دغه شبکې د ۳۰ زره لېټره اوبو ظرفيت لري چې د پنجوایي ولسوالۍ د عبد الروف پراختيايي شورا لخوا یې کار روان دی چې په جوړېدو سره به يې ۸۹۶ تنه ځايي اوسېدونکي د څښاک د پاکو اوبو څخه برخمن شي.

ددغو پروژو د جوړېدو په ترڅ کې به تخنیکي او غیر تخنیکي کارکوونکيو لپاره ۱۱۶۵ کاري ورځې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو د جوړیدو کار ۵۰ سلنه پرمختللی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS