په پکتیکا کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په پکتیکا ولایت کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو د پروژې کار پیل شو.
د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د یوسف خیلو ولسوالي په ملا لمبټ نوي کلي کې د اوبو لګولو کاریز په پاخه ډول جوړیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۹۹۲ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو به یې د سیمې ۵۶۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې ۲۵۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.
