په سرپل کې د ۱.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یو کرنیز کانال جوړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت مرکز په چیلانگم اول و دوم کلي کې د ۱ میلیون او ۴۲۶ زره افغانیو په لګښت یو کرنیز کانال بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دغه کانال ۲۸۲متره اوږدوالی لري چې ۲۱۲ کورنۍ ترینه ګټه اخلي. د یادونې وړده چې د دې پروژې د جوړیدو به بهیر کې تخنیکي او غیر تخنیکي ګاریګرو ته ۹۶۹ کاري ورځې رامنځته شوېدي.
