د پکتیا ولایت ګردیز او احمد ابا ولسوالۍ کې د کرونا وایروس په اړه د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۸ - ۱۶:۲۵
پکتیا

د کليوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام ، د خپلو سپماګروپونو او اتحادېو د جوړولو او نورو اړوندو فعالېتونو تر څنګ د کرونا وژونکي وایروس په اړه د عامه پوهاوي پراخ کمپاېنونه او ټرېننګونه په ګردېز او احمد ابا ولسوالۍ کې تر سره کړل.

د تېر په څېر د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام کارکوونکي ، د شکرخېلو شورا د همت، سولې او همداراز د مهلن دوابه شورا د سپماګروپونو او اتحاديو له غړو سره د کرونا وایروس د مخنېوي په لارو چارو غږېدلي او هغه ماسکونه چې د ACTED موسسې له‌خوا د پروګرام له دفتر سره مرسته شوې، په هغوی یې ویشلي دي.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیا ولایت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام فعالیتونه د ACTED همکارې موسسې له‌خوا پرمخوړل کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS