په کندهار کې د ۴ اعشاریه ۳۵ کیلو واټه لمريزې برېښنا د توليد شبکه جوړېږي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت تخته پل ولسوالۍ کې د لمريزې برېښنا یوه شبکه د سرې غونډۍ پراختیایي شورا لپاره جوړیږي، چې له امله به يې ۴۸ کورنۍ او ۳ مسجدونه روښانه شي. پر دې شبکه ۱ میلیون او ۷۹۹ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې لس سلنه د کليوالي خلکو ونډه هم پکې شامله ده. په دې شبکه کې ۲۲ تختې ۲۵۰ واټه سولري هېندارې او ۲۲۰ امپیره ۱۶ بطريو او پاورهاوس پر نصب سربېره ۱۴۳۵ متره تار غځېدلی دی. د دې پروژې د جوړولو په ترڅ کې به ماهرو او غېرو ماهرو کارکوونکيو ته ۲۸۹ ورځې رامنځته شي.
