په پنجشیر کې د۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دیوې شبکې کار پیل شو
دکلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري دپنجشیر ولایت دشتل ولسوالۍ په ده کلان کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو دیوې شبکې د جوړولو کار پیل شو.
دا شبکه ۵کیلو متره پایپ،۱۵ نلکې او د۴۰ مترو مکعبو په ظرفیت یوه داوبو زیرمه لري، چې په جوړیدو سره به یې ۳۷۵ کورنۍ دڅښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
