په غور کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۷ - ۱۰:۷
غور

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام له لوري د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په «پیشبند» کلي کې د (۹۶۶زره او ۱۴۰ افغانیو) په لګښت سره، چې د یونیسف د ادارې لخوا ورکړل شوې، د څښاک د اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د اوبو رسولو ددغې شبکې په جوړېدو سره، د شاوخوا ۳۲ کورنیو لپاره د پاکو اوبو آسانتیاوې برابرې شوې.

د اوبو رسولو ددغې پروژې د جوړولو په چارو کې تر ځمکې لاندې د یوې کانکریټي زیرمې جوړول، د لمریزو تختو (سولرونو) نصبول، د ۵۵۳ متره اوږدې شبکې غځول ، د ۱۶ نلکو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د یادې پروژې تطبیق د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۷۶۰ کاري ورځې رامنځته کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS