هېواد په کچه د کورونا وژونکي وایروس په اړه د عامه پوهاوي د کمپاینونو دوام
د هېواد پر کچه په ډېرې چټکتیا سره د راغلې کرونا وایروس د خپرېدو په لړ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې تر پوښښ لاندې سیمو کې کلي په کلي کور په کور د عامه پوهاوي کمپاین په پیل کړی.
د عامه پوهاوي دا کمپاین په ورځنۍ بڼه د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د سیمه ییزو کارکوونکو لهخوا په شفاهي او کتبي بڼه په جلا پاڼو کې چې د عامې روغتیا وزارت پیغامونه او سپارښتنې پکې لیکل شوي، په خلکو ویشل کیږي.
د دې کمپاینونو له پېل څخه تر دې دمه د هېواد په اوو زونونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سپما ګروپونو ته ۴۴۶۳ ځله عامه پوهاوی ورکړل شوی او دا لړۍ به د دې وژونکي وایروس د له منځه تللو تر وخته دوام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار او خوست له هغو ولایتونو څخه دې، چې تر اوسه یې د دې پروګرام لهخوا د عامه پوهاوۍ ډېر کمپاینونه پهکې ورکړل شويدي.
