په فاریاب ولایت کې ۱۰۰ کلیوالي کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شویدي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۰ - ۱۱:۲
فاریاب

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په وسیله ۱۰۰ کلیوالي کورنیو ته د فاریاب ولایت د قرغان ولسوالۍ اړوند په میرآباد کلي کې د څښاک د پاکو اوبو د لاسرسۍ زمینه برابره شوه. نوموړې شبکه ۱۵۵۰ متره اوږدوالی، د اوبو ۱۶ مکعبه متره ظرفیت په لرلو یوه ارتفاعی زیرمه ، د ۷ نلکو او دوه نیمه ژورو څاګانو لرونکې ده چې اوسمهال بشپړه او ګټې اخستنې ته سپارل شویده. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې د کار په بهیر کې ۸۴۰ ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته کاري ورځې برابرې شوېدي چې پر دې پروژه شاوخوا ۱ میلیون او ۸۰۰ زره افغانۍ پرې لګښت راغلې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS