په څلورو ولايتونو کې يو ښوونځي جوړ شو او ددريو نورو کار پاي ته نږدې دي
د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون پروګرام د اقرا پروژې تر سيوري لاندې په خوست ولايت کې د يوه ښوونځي جوړولو کار بشپړ شو او په دريو نورو ولايتونو کابل، کندز او فارياب کې به د دريو نورو ښوونځيو کار ډير ژر بشپړ شي. جوړ شوي ښوونځي د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې و او جوړيدونکي ښوونځي د کابل په استالف، د کندز په خان اباد او د فارياب په پشتون کوټ ولسوالۍ کې دي، دا ښوونځي ۱۰، ۸ يا ۶ ټولګي، تشنابونه او د څښاک د اوبو څاه ګانې لري.
ددې پروژو په ترڅ کې سلګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتيا سره به يې د نږدې ۱۷۰۰ کورنيو زده کونکو ته د ښوونې او روزنې وړ زمينه برابره شي.
