سمنګانو کې د څه باندې ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل جوړیدو کار مخ په بشپړیدا دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۴.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړولو کار د سمنګانو ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند په لوپان نو او لوپان کهنه کلیو کې روان دی. دغه پل چې۲۰ متره اوږد والی او شاو خوا درې نیم متره لوړوالی لري، تر اوسه یې ۸۰ سلنه کار پرمختګ کړی دی. د یادونې وړ ده چې د نوموړي پل د کار په بهیر کې به ماهرو اوغیرو ماهرو کاریګرو ته ۳۳۰۰ کاري ورځې رامنځ ته شي او د کلي ۱۹۸ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي
