په کونړ ولايت کې د ۴.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۱
کنر

 د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له طريقه د يونيسف ادارې په ۴.۹ ميليونه افغانيو مالي مرسته د کونړ ولايت داسمار ولسوالۍ په سويرداګ کلي کې د اوبو رسولو يوه لمريزه شبکه جوړه او د خلکو ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
 د اوبو رسولو دغې شبکې ۲۸۰۰ متره اوږدوالي، د ۳۰ متر مکعب په ظرفيت سره د اوبو يوه زيرمه او ۲۳ نل‌ بندانونه درلودل.
 د يادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې ۳۰۰ کورنيو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې او د پروژې د جوړولو چارو د ځايي خلکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې ايجاد کړې.
 د څښلو د اوبو دغه شبکه د سوير داګ پرمختيايي شورا پرمټ تطبيق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS