د ماليې او د کليو بيارغونې او پراختيا وزارتونو ګډ نندارتون

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۲:۵۲
نمایشگاه

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام له‌خوا د ماليې وزارت په غوښتنه د ياد وزارت په انګړ کې د يوې ورځې نندارتون جوړ شو.  د نندارتون د پرانستغونډې په مراسمو کې د ماليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي محمد همايون قيومي، پخپلو خبرو کې د ښځو مقام او کردار ته په ټولنه کې اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د داسې نندارتونونو جوړول د ښځو د اقتصادي پياوړتيا لپاره ګټور تماميږي، سرپرست وزير ټينګار وکړ، چې د مالي وزارت د ښځينه متشبثينو د اقتصادي ځواکمنتيا لپاره ژمن دي.  په دې نندارتون کې چې د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام ۳۰ تنه ښځينه متشبثينو ګډون کړي وو، د هېواد له ۸ ولايتونو (هرات، بلخ، باميان، ننګرهار، خوست، پکتيا، پروان او کندهار) څخه راغلي وې. لاسي صنايع لکه: ټغرونه، قيمتي کاڼي، زيوارت، د لبنياتو خوراکي توکي، ترشي، البسه هغه توليدات وو، چې د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام د ښځينه متشبثينو له‌خوا په ياد نندارتون کې نندارې او پلورنې ته وړاندې شوي وو. يو شمېر ښځينه متشبثينو چې په دې نندارتون کې ګډون کړې وو، د دولت د وزارتونو ترمنځه يې د داسې نندارنونو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې د دولت د وزارتونو ترمنځه مرستې او له ښځينه متشبثينو څخه ملاتړ کولاي شي په اقتصادي خپلواکۍ کې له کليوالي مېرمنو سره مرسته وکړي. د پام وړ ده، چې ياد نندارتون د ښځو پر وړاندې د تاو تريخوالي د منعې په موخه د شپاړس ورځني کمپاين په تسلسل کې د مالي وزارت په غوښتنه د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پياوړتيا ملي پروګرام له‌خوا جوړ شوي و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS