د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د چک ډم پروژه بشپړه شوه
د نږدې ۲ ميليونه افغانيو په ارزښت په کندهار ولايت کې د اوبو لګولو د چک بند د جوړولو پروژه بشپړه شوه. د اوبو لګولو او زيرمتون ، دغه پروژّه ، د دامان ولسوالۍ په مجنون کلي کې جوړه او بشپړه شوه. د يادې پروژې د تطبيق پر مهال ۳۵۲ کاري ورځې رامنځته شوي او د سيمې ۲۱۰ کسه له دغې پروژې ګټه پورته کوي. دغه پروژه چې له ملي بوديجې تمويل او د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام تر څار لاندې د ځايي پرمختيايي شورا له لوري تطبيق شويده د سيمې ۱۵۰ جريبه کرنيزه ځمکه يې د اوبو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې په دې توګه به د ځايي اوسيدونکو د کرنيزو حاصلاتو د ډيريدو له لارې د دوي د اقتصاد په رغولو کي مثبت اغيز ولري.
