په نازیانو ولسوالۍ کې نیږدې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه  برابرې شوي

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۲ - ۱۴:۹
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزارت ، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو ، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو د ملی پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ د زره لنډي لوخۍ  په کلي کې د څښلو اوبو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
په دغه پروژه باندې د ۴۵۳۲۸۸۴ افغانی لګښت راغلی چې د یونیسف UNICEF  نړیوالې ادارې لخوا یې مالي تمویل شویدی ،د یادې شبکې د جوړولو چارو د ځایي خلکو لپاره ۱۸۹۱ کاري ورځې ایجاد کړې او په جوړیدو سره یی نږدې ۳۰۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابري شوې.
نازیان له هغو سیمو څخه ده چی خلک یې د څښاک لپاره د پاکو اوبو د  نشتوالي له جدي ستونزې  سره مخ دي .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS