په تخار ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت دوه څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه د پاسه د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو د دوه څاګانو د کیندلو کار د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ په حاجي برګیټ کلي کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. دغه څاه ګانې۴۰ متره ژوروالی لري. نوموړې پروژې فني او نا فني کارګروته ۲۸ کاري ورخې رامنځته کړې وې له دې څاګانو به ۶۷ کورنۍ ګټه پورته کوي.