په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۵۸ پرمختیایي پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۷:۰
په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۵۸ پرمختیایي پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې له پرمختیایي شوراګانو سره د ۱۵۸ پرمختیایي پروژو تړون لاسلیک کړ.چې ددې پروژو له ډلې مهمې یې په ارغنداب سیمه کې د جنګ له امله د رامنځته شویو ورانیو د بیارغونې ۱۳۸ بیا رغنیزې پروژې دي.

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزیر ددې پروژو د لاسلیک په غونډه کې وویل: «د افغانستان محترم جمهوررییس کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په جنګ ځپلیو ولسوالیو په ځانګړې توګه ارغنداب کې د جګړې له امله د رامنځته شویو ورانیو د ژر ترژره بیارغونې لارښوونه کړې ده. جمهور رییس د جګړې له امله د اوبه خور د ورانو شویو کانالونو په بیارغونه ډیر تاکید وکړ.»

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزیر په وینا په دې لاره کې دا وزارت مخکښ شوی او د ارغنداب په ګډون یې د کندهار د بیلابیلو ولسوالیو په جنګ ځپلیو سیمو کې ۱۳۸ پرمختیایي پروژې لاسلیک کړې.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: «ددې پروژو ارزښت څه باندې ۸۱۰ میلونه افغانۍ دی چې د ۱۳۳ پروژو مالي لګښت د اسیا یي پرمختیایي بانک له لوري او د ۵ نورو مالي لګښت له ملي بودجې ورکول بادغیس، فراه، غزنی، جوزجان، کنر، نورستان، ننگرهار، تخار و زابل کیږي.»

همداراز ښاغلي کریمي وویل: چې سربیره پر ارغنداب د نږدې ۲۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ نورې پروژې به د هیواد په ۹ ولایتونو کې چې بادغیس، فراه، غزنی، جوزجان، کونړ، نورستان، ننګرهار، تخار او زابل دي پلې شي.

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزیر په وینا په دې پروژو کې د محافظتي او استنادي دیوالونو، د کرنیزو کانالونو، بولډر دیوالونو ، کاریزونو او سولر پمپونو جوړول راځي.

باید ووایو چې ددې پروژو په تطبیق سره به څه باندې ۴۸۸ کاري ورځې رامنځته شي او ۵۳۴ تنه به یې له ګټو برخمن شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS