په کونړ کې د څه باندې ۱ میلیون افغانیو په ارزښت د نجونو د یوې لېسې لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۱۴:۳
تهیه‌ی آب آشامیدنی صحی برای ۱۲۰۰ دانش‌آموز در کنر

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اړوند په «شین‌کړک» د نجونو په لېسه کې د اوبو رسولو یوه لمریزه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د څښاک د اوبو په دغه شبکه باندې څه دپاسه یو میلیون افغانۍ لګښت وشو چې د یونیسف ادارې لخوا ورکړل شو. ددغې شبکې په جوړېدو سره د شاوخوا ۱۲۰۰ ښځینه زده‌کوونکیو او ګڼو استادانو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د یوې ۱۰۰ متره ژورې څاه کیندل، د یوې ذخیرې جوړول، د لسو تختو سولرونو او نورو اړینو وسایلو نصبول شامل وو.

د پروژې د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۱۲۰ کاري ورځې هم ایجاد کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS