په کونړ کې د محافظوي دیوال پروژه بشپړه شوه
د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په کونړ ولایت کې د محافظوي دیوال پروژه چې څه باندې ۱۰ میلیون افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.
د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالي په بابر کلي کې د ۴۴۵ مترو په اوږدوالي بولډر ډوله محافظوي دیوال جوړ شو.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۲۱۸ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۲۵۲ اوسیدونکي لدغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو د سیمې جریبونه کرنیزه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي شویده.
