په کونړ کې د۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي ديوال پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۳/۳ - ۲۲:۰
کنر

د کليو بيا رغونې او پرمختيا وزارت د سيمه ييز پروگرام له لوري د کونړ ولايت د خاص کونړ ولسوالۍ په شامکار کلي کې د ٤٤٥ مترو په اوږدوالي د محافظوي ديوال پروژه چې څه باندې ١٠ ميليونه افغانۍ ارزښت لري بشپړه شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې چې له ملي بوديجې تمويل شوې ١٣٥٤ کاري ورځې رامنځته شوي او د سيمې ٢٢٤٠ اوسيدونکي ترې گټه پورته کوي.

د يادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړيدو د سيمې جریبونه کرنیزه ځمکه د سيلابونو له گواښ څخه خوندي شويده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS