په کنړ کې د شپږ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۵ - ۱۰:۲۲
کنر

د زېربناء په برخه کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر شاد محمد څرګند، د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، د کرنې، اوبو او برېښنا وزارتونو مرستیالانو لخوا د پرمختیایي پروژو د ارزونې، څارنې او لومړیتوبونو د پېژندنې غونډې ترڅنګ د کنړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې له حکیم اباد څخه تر اراضي بازاره پورې د شپږ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل کړې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، په دې سړک ۲،۴ ميليونه افغانۍ لګښت کېږي، چې د اتو کلیو ۲۰۰۰۰ کورنیو ته به ترانسپورټي اسانتیاوې برابرې کړي.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، د نرنګ ولسوالۍ د کوز نرنګ ۸۰۰ متره بولډروال پاتې برخه به هم جوړه شي، څو په بشپړ ډول سیمه د سیلاب له احتمالي خطره خوندي شي.

دغه راز د همغږۍ او د پروژو د ارزونې په ناسته کې د اړونده ادارو له استازو سره د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو پر وړاندې د ستونزو د حل لارو د موندولو ترڅنګ، د اړونده سیمه ییزو ادارو د مسوولینو په وړاندیزونو او د پروژو په لومړیتوبونو هم بحثونه وشول، چې د وزارتونو په نویو پرمختیایي پلانونو کې به ځای شي.

Kunar Province

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS