په کنړ ولايت کې د اوبو رسولو یوه سولري شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۴ - ۱۵:۲۴
3

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د AHF مؤسسې په مالي ملاتړ او د SEARCH مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ په شريف اباد کلي کې د اوبو رسولو د يوې سولري شبکې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 په دغه شبکه کې د (۱۰۰) مترو په ژوروالي سره د یوې څاه کیندل، د (۵۰) متر مکعب په ظرفیت سره د اوبو یوه ذخیره، د (۵۶) شیردهنونو نښلول او (۳۰۰۰) متره پايپ غځول شامل دي چې په بشپړیدو سره يې (۲۵۰) کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شوې. د یادونې وړ ده چې په یاد کلي کې د حفظ الصحې د مراعتولو په موخه (۶) باب عامه مبرزونه هم جوړ شوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS