په کندهار کې له ۱۴ اړو کورنیو سره څه باندې د ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي اوغیر خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندهار ولایت د تخته پل ( شګه ) ولسوالۍ د بریچ او عبدالحبیب د پراختیایي شوراګانو لخوا له ۱۴ اړو کورنیو سره څه باندې د ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوي چې چای، اوړه، صابون، وریژې او غوړي پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.
