په کندهار کې د ۵۳۰ مترو په اوږدوالي داوبو کانال جوړیږي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د کندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ په تازوکان کلي کې د ۵۳۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو د کانال د پروژې کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۷۳۶ کاري ورځې رامنځته او د سیمې ۸۰۰۰ اوسیدونکي به له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به د سیمې ۸۸ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.
