په کندهار کې د ۴.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د بریښنا د یوې شبکې کار پای ته رسیدونکی دی
د کلیو بیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت په تخته پل ولسوالۍ کی د ماکوان پراختیایي شورا لخوا د ١٢.١٢ کیلو واټو په ظرفیت سره د لمریزې برېښنادشبکې د جوړولو کار جریان لری چی ٪96 تکمیل شوی دی او پاته کارونه به یې هم په نزدې راتلونکي کې تکمیل شي. دغه شبکه د ٤.٢ میلیونه افغانی په لګښت جوړه شوېده. په دې شبکه کې ٦٠ عدده ٢٧٥ واټه سولری تختې او۲۰۰ امپیره ٣٦ بطریو پر نصب سربېره ٤٢٠٠ متره تار غځېدلی دی. د دغه پروژې د جوړېدو په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ٤٢٩ کاري ورځې رامنځته شوېدي او ١٠٣ کورنۍ به ترې گـټه پورته کوي.
