په کندهار کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د کاریز یوه پروژه بشپړه شوه

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۰:۴۸
کندهار

د کندهار د دامان ولسوالي په سره کلا کلي کې د نږدې ۱۰ میلیون افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د دغې پروژې په ترڅ کې چې له ملي بودیجې تمویل او د کلیو د بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري تطبیق شوې د اوبو لګولو د کاریز څاګانې، د اوبو زیرمتون او د اوبو لګولو کانال جوړ شویدي. د کاریز د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۵۳۷۳ کاري ورځې رامنځته شوې چې  د سیمې د ۱۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې پر خړوبولو به ۴۹۰ ځايي اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۴:۲۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په یاده لیدنه کې. . .

BACK TO NEWS