په کندهار ولایت کې له ۱۵ اړو کورنیو سره د ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي اوغیر خوراکي توکو مرستې وشوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو له لوري له ۱۵ اړو کورنیو سره د ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د شګې ولسوالۍ اړوند د ګارو اوباغ کليود پراختیایي شورا ګانو لخوا د خوراکي اوغیرخوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې اوړه، وریجي ، غوړي، چای، بوره اوصابون پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا بې وزلو خلکو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.
