په کندز کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹۵ متره استنادي دیوال جوړ شو

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۲/۱۲ - ۱۰:۲
کندز

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا د کندز د امام صاحب ولسوالۍ په بز پایان کلي کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۹۵ متره استنادي دیوال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا دیوال د ۶ میاشتو په موده کې په دوو پړاوونو کې جوړ شو چې سلګونو کسانو ته یې د لنډ مهالي کار زمینه برابره کړې وه.

ددې دیوال له کبله تحکیم شوی کانال به ۱۲۰۰ جریبه ځمکې ته د اوبه خور منظم سیستم رامنځ ته کړي چې د کرنیزو محصولاتو په ډیریدو به د سیمې د خلکو اقتصاد پیاوړی کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS