په کندز کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۳:۴۵
په کندز کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت یو سړک جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د څارنې، ساتنې او ودانۍ له پاره د پراختیایي نغدي وجهې پروګرام (MCCG) برنامې له لوري د کندز ولایت مرکز اړوند د بته کشان سیمه کې د ۳.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷.۵ کيلو متره اوږد اود ۵.۳ متره پلن یو سړک جوړ او ګټې اخستنې ته وړاندې شو.

په دې پروژه کې پرسړک شګې اچول او د ځینو برخو ډ کول شامل و. چې په جوړېدو سره يې ۴۸۶ کورنيو ته د تګ راتګ آسانتیا برابره شوه، او ځایي تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته یې ۶۸۰۵ کاري ورځې رامنځته کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS