په کندز کې د سپما ګروپونو جوړ شول
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري په دې وروستیو کې ۱۰۹ سپما ګروپونه د کندز ولایت په ۱۷ پرمختیایې شوراګانو کې جوړ کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سپما ګروپونو له منځه ۳۰ ښځینه او ۱۰ نرینه ګروپونو ته د پروګرام له خوا په مختلفو برخو کې روزنې ورکړل شوې دي.
