په کندز ولایت کې ۱۰ ښوونځي بشپړ جوړ شول او په دریو نورو ولایتونو کې د څلورو مکتبونو د جوړولو کار ژر بشپړ شي

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۹ - ۰:۱۹
مکاتب

دکلیو بیا رغونې اوپراختیا وزارت د ولسي ټړون پروګرام داقرا پروژې تر سیوري لاندې دکندز ولایت په امام صیب ولسوالۍ کې لس ښوونځي بشپړ شوي او دکندهار ولایت په پنجوایي او ژیړۍ دکندز په خان اباد او دننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالیو کې به څلور نور ښوونځي جوړ شي.

دا ښوونځي به ۱۰ یا ۶ټولګي، تشنابونه او د څښاک داوبو څاګانې ولري. ددې ښوونځیو دجوړولو پر مهال زرګونه کاري ورځې هم رامنځ ته شي.

باید ووایو چې ددې ښوونځیو په جوړیدو سره به دڅه باندې ۳۰۰۰ کورنیو زده کوونکي دښوونې او روزنې وړ چاپیریال بیا مومي، او له جوړو شویو ښوونځیو څخه به نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ ګټه پورته کړي.

سر بیره پر دې د کندز په امام صیب ولسوالۍ کې د۸ نورو ښوونځیو د بنسټ دبره هم کیښودل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS