په کاپیسا کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ په ده بلبل کلي کې د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې لمریزې شبکې کار روان دی.
دا شبکه ۲.۲۲ کیلو متره اوږدوالی، د ۲۰ متره مکعبه په کچه یوه زیرمه او ۲۴ سولرې تختې لري چې په جوړولو سره به یې ۲۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.
