په کاپیسا کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په کالوته عبدالرووف کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار روان دی.
دا شبکه به په سولر سیستم سنباله وي، د ۱۰ مترو مکعبو په کچه یوه هسکه زیرمه، ۱۴ تختې سولرونه، ۱۳۱۶ متره پایپ او د احاطې دیوال به ولري.
یاده دې وي چې ددې شبکې په جوړولو سره به ۱۴۳ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی بیا مومي.
