په کابل کې د ۴.۵۸ کیلومتره کانال د جوړولو تړون لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په قلطغان کلي کې د۷.۶ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۴.۵۸ کیلومتره د کرنیزو اوبو کانال د جوړولو تړون د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست رییس او د سیمې د پراختیایي شورا ترمنځ لاسلیک شو.
نوموړی کانال په دوو برخو کې جوړیږي، چې لومړنی یې ۲.۶۲۴ کیلومتره او دوهم یې ۱.۹۵۶ کیلومتره اوږدوالي لري. ددغه کانال په جوړولو سره به د سیمې ډېرۍ کرنیزې ځمکې د اوبوخور تر منظم پوښښ لاندې راشي او ۱۹۰ کورنۍ به یې له ګټې برخمنې شي.
