په کابل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ایران هېواد لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او مل پلاوي سره وکتل

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۱
1

په دې ناسته کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم صاحب هم ګډون درلود، محترم حقاني صاحب په ګاونډي هېواد ایران کې د مهاجرو افغانانو د وضعیت په اړه خپل مالومات شریک کړل او د هغوی ستونزې یې یادې کړې. همدارنګه، نوموړي په ایران کې د افغان بنديانو پر وضعیت رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې زموږ د سفارت ټول کارکوونکي شپه او ورځ د خپلو هېوادوالو په خدمت کې بوخت دي.

هغه وویل چې هره ورځ د اړتیاوو پر اساس څومره مراجعین چې زموږ سفارت ته راځي، د هغوی کارونه هېڅکله د سبا ورځې لپاره نه پرېږدو.

ښاغلي وزیر صاحب د افغان سفير  د خدمتونو او د افغانانو ستونزو ته د رسیدو هڅې ډېرې وستایلې.

نوموړي د هغوی هڅې د قدر وړ وبللې او دعا یې وکړه چې الله تعالی هغوی ته توفیق ورکړي څو د خپلو مهاجرو هېوادوالو په خدمت کې لا زیاته بریا ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS