په کابل ولایت کې بیلابیلې پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۹:۴۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ او نظارت، د  (UNOPS) دفتر په مالي مرسته د کابل ولایت په پغمان، خاکجبار او سروبي ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د پروژو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا ګټې اخیستنې

ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د (۷۹۶۴۰۹) مترو په اوږدوالي د کانالونو جوړول او پاکول، د (۴۱۶) مترو په اوږدوالي د ګبیوني دیوال جوړول، د (۱۰۵۷۱) مترو په اوږدوالي د کاریزونو پاکول، د (۲۴۱۰) مترو په اوږدوالي د پياده رونو جوړول، د (۴۶،۲) کیلو مترو په اوږدوالي د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د (۲۵۹) مترو په اوږدوالي استنادي دیوال جوړول، د (۶۷۹۰) مترو په اوږدوالي د سړک د غاړې ویالو کانکریټ ریزي او د څښاک پاکو اوبو (۱۱) شبکو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.

په یاده غونډه کې د کابل ولایت د والي رئیس دفتر حاجي خلیل، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس مولوي محمد یونس حنفي، د یادو دریو ولسوالیو ولسوالانو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS