په پکتیکا کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې په نوي نور آباد کلي کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت چې یونیسیف اداره یې ورکوي د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رئیس انجنیر مومین افغان او اړوندې شورا تر منځ اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا شبکه ۴۵۷۱ متره اوږدوالی لري، د ۵ میاشتو په ترڅ کې به جوړه شي او په بشپړتیا سره به یې ۱۸۶ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.
