په پکتیکا ولایت کې د (۶۹) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

noor_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۱۹:۴۵
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پکتیکا ولایت په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا (۸۶) میلیونه افغانیو په لګښت د (۶۹) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب او مل پلاوي له خوا پیل شوې.

د یادو پروژو د پیل په پار جوړه شوې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د پکتیکا ولایت والي الحاج ملا عبدالخالق عابد صاحب، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي احمد، د دغه ولایت یو شمیر نورو مسؤولینو، د یادې ولسوالۍ علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل موږ به پوره هڅه کوو چې په وازیخوا ولسوالۍ کې نور هم پراختیایې کارونه وکړو او کوښښ مو دادی چې د هیواد په ټولو وروسته پاتې ولسوالیو کې د خپل توان سره سم کارونه ترسره کړو.

په دغو پروژو کې د یو کوچني بند په شمول د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دیوالونو او کانالونو جوړول شامل دي

د یادو پروژو د کار په جریان کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې په اړوندو برخو کې د نوموړې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې هوارې شې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS