په پکتیا کې د اوبو لګولو د ۷۱۳ متره کانال د جوړولو کار روان دی
په پکتیا ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د جوړولو کار ۸۵ سلنه مخ ته تللي دی.
د دغه کانال د فزیکي کار پر مهال به چې له ملي بودیجې تمویل شوی او د یاد ولایت د ځاځي آریوب ولسوالي په خیر مینې کلي کې جوړیږي ۳۱۵۵ کاري ورځې رامنځته شي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۶۵۰ کسه ترې ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د ځايي اوسیدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي چې د دوی پر اقتصاد به مثبت اغیز پرې باسي.
