په پنجشیر کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷.۸ کیلو متره سړک جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې اوپراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو د ملي پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په خنج کلي کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷.۸ کیلو متره کریړي سړک او د هغه د استنادي دیوالونو او پلچکونو کار روان دی.
د دې پروژې په تطبیق سره ۲۴۰ کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې د ۱۹۵۷ وګړو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
