په پنجشیر کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۹۱ متره کانال د بیا رغونې کار پیل شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ په کلکوای کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۲۹۱ متره کانال د بیا رغونې د کار د بنسټ ډبره کیښودل شوه
د دې کانال د بیا رغونې چاره به دوه میاشتې وخت ونیسي او په بشپړتیا سره به یې ۳۸۰ کورنۍ په مستقیم ډول او ۷۰ کورنۍ په غیر مستقیم ډول له دې کاناله ګټه پورته کړي.
