په هرات کې ۱۲ پراختیایی شورا ګانو ته د کرونا وايروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامی روغتیا وزارت د لارښوود له مخې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ ۱۲ کلیو کې د کرونا ويروس په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس ناروغانو د نښو ، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو او د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د کهسان ولسوالۍ له اوسیدونکو سره شریک کړي.
